IQNA

 له غزې سره په پیوستون کې د اردن په لسګونو زره خلکو د پرله پسې څومې ورځې لپاره مظاهرې وکړې

10:49 - March 31, 2024
د خبر لمبر: 3488969
ایکنا- د  اردن په لسګونو زره خلکو د غزې د خلکو په بشپړملاتړ کې د پرله پسې شپږمې ورځې لپاره  مظاهرې وکړې.

ایکنا نیوز د فلسطین د اطلاع رسونې له قوله راپور راکړ، دغه مظاهرې د اردن په پلازمینې امان او ځینو نورو ښارونو کې وشوې.

 د اردن په پلازمینې امان کې مظاهره چیانو د نیواکګر او جنایتکار صهیونیسټي رژيم  سفارت کلابند کړ او د شعارونو په ورکولو  او د غزې له مظلومو خلکو سره د پیوستون په اعلانولو سره ئې  د فلسطینیانو په ضد د اسرائيلي نیواکګرو د  جنایتونو او نسل وژنې د  سملاسي درولو  غوښتنه وکړه.

مظاهره چیانو همداراز د حماس او مقاومتی چورلیز په ملاتړ  کې شعارونه ورکړل او له وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم سره ئې داړیکو دعادي کیدا د بهیر د دریدا غوښتنه وکړه.

دغه مظاهرې له سر د ماښامه پیل شوې او تر سهار وختي پورې ئې دوام درلود.

د اردن امنیتی ځواک د صهیونیسټ رژیم د سفارت په شاوخوا کې  په مظاهرو یرغل وکړاو په کرتو ئې مظاهره چیان تیت پرک کړل خو دوي به بیا هماغه ځای کې د وحشي صهیونیسټي رژیم په ضد شعارونه ورکول.

https://iqna.ir/fa/news/4207701

captcha